1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

په مقدماتي ټاکنو کې د ترمپ او بايدن بريا

۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبه

بایدن او ترمپ د ټول هېواد په کچه د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې مخکښ دي او ښايي په نوامبر کې به سره مخامخ شي. په دې ترڅ کې پر نیکی هيلي فشار مخ پر ډېريدو دی چې د جمهوري غوښتونکو له سيالۍ ووځي.

https://p.dw.com/p/4dDAL
دونالد ترمپ او جو بایدن د ټول هېواد په کچه مقدماتي ټاکنو کې بريالي شول
دونالد ترمپ او جو بایدن د ټول هېواد په کچه مقدماتي ټاکنو کې بريالي شولانځور: ABACA/IMAGO;AP Photo/picture alliance

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله تمه کيږي چې جو بايدن او دونالد ترمپ دواړه به په کاليفورنيا کې مقدماتي ټاکنې وګټي. دا تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ايالت دی چې د په اصطلاح «سترې سه شنبې» سيالۍ پکې ترسره شوې.

په داسې حال کې چې ترمپ په ۲۰۲۰م کال کې په کاليفورنيا کې ټاکنې ګټلې وې، بایدن د ديموکراتانو د بیرني سيندرز په مقابل کې بيا ماته خوړلې وه.

د «سترې سه شنبې» وروسته چې د دواړو له پاره ښه ورځ وه، بايدن ادعا کړې چې «سلف یې زموږ د ديموکراسۍ د له منځه وړولو هوډ کړی دی.»

بایدن کومه وينا نه ده کړې، خو د يوې اعلامیې په خپرولو سره یې امريکايانو ته خبرداری ورکړی چې امريکايان د پرمختګ او يا بيرته «تيارو ته د ورستنېدو ترمنځ» چې د ترمپ دورې ته یې اشاره وه، ترمنځ انتخاب کولی شي.

د ديموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د کامياب کانديد په توګه تر اعلانيدو وروسته بايدن په يوه اعلاميه کې وويل: «څلور کاله تر مخه ما په ټاکنو کې د هغه ګواښ له کبله برخه واخيستله چې د دونالد ترمپ له لوري امريکا ته چې موږ ټول پرې باور لرو، خطر متوجې وو.»

بايدن زياته کړه: «غوسه او نارضايتي د هغه لارښود دي او هغه پر خپل غچ اخيستنه او تلافۍ متمرکز دی، نه د امريکا پر خلکو. هغه ژمن دی چې زموږ ديموکراسي له منځه يوسي.»

بايدن دا څرګندونې د هغه سړی په هکله وکړې چې په ډېر احتمال سره به د نوامبر مياشتې په عمومي ټاکنو کې د هغه مخالف کانديد وي.

هغه خپل پلويانو ته د وينا په پر وخت زياته کړه: «دا زموږ جګړه ده او په ګډه به بريالي کيږو.»

ترمپ: ستره سه شنبه يوه «په زړه پورې شپه» ده

دونالد ترمپ د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې خپلې بریاوې ولمانځلې او دا پايلې یې په زړه پورې وبللې.

په فلوريډا کې د نوموړي د کور مخې ته راټولو شويو کسانو ته هغه وويل: «دوی یې بې دليله ستره سه شنبه نه بولي.»

ترمپ هم په خپله وينا کې پر بایدن د امريکا او مکسيکو سرحد په تړاو لفظي بريد وکړ او ویې ويل چې دا غير قانوني او خطرناک کار وو.

هغه وويل: «په ځينو مواردو کې موږ [امريکا] د خپلو پولو له کبله د درېمې نړۍ هېواد يو.»

کډوالي او اقتصاد د دواړو ګوندونو د رايه ورکوونکو ستري اندیښنې دي.

نيکي هيلې په ورمونت کې بريالۍ شوه

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله د جمهوري غوښتونکی ګوند څخه نيکي هيلې په ورمونت کې بريالې شوه. خو دا بريا به په مقدماتي ټاکنو کې د ترمپ د نفوذ په مقابل کې ډېره ګټه ونه لري.

په ورمونت کې جمهوري غوښتونکی ګوند د نورو ايالتونو په پرتله ډېر معتدل دی او جمهوري غوښتونکي والي فيل سکوت، د هیلي ملاتړ کاوه. هيلي د ترمپ په مقابل کې ولاړه وروستۍ جمهوري غوښتونکې ده.

پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ به ښايي په مينيسوتا کې د جمهوري غوښتونکو مقدماتي ټاکنې وګټي. د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله جو بایدن، هم ښايي دلته بريالی شي. ترمپ او بايدن همدا راز په تکساس کې هم بريالي دي.

د کولراډو په اړه هم داسې اکل کيږي چې ترمپ به هلته بريالی وي.

ترمپ ته د دوشنبې په ورځ په دې ايالت کې په مقدماتي ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه کله چې د متحده ايالاتو سترې محکمې له ټاکنو څخه د هغه د ايستلو پريکړه په ګډه سره رد کړه. 

ولسمشر بایدن هم په کولرادو کې د ديموکراتانو له لوري بريالی شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب