1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

محکمه: دونالد ترمپ په درغلۍ کې لاس لرلی دی

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

د نيويارک عمومي څارنوالې پر ترمپ د خپلو شتمنيو په اړه د ناسمو معلوماتو سره بانکونو او د بيمې شرکتونه ته د دوکې ورکولو په تور د اقامې دعوا کړې ده. يوه قاضي دغه پخوانی ولسمشر په درغلۍ کې ښکيل بللی دی.

https://p.dw.com/p/4WqlE
د نيويارک قاضي وايي ترمپ په درغلۍ کې لاس لرلی دی
د نيويارک قاضي وايي ترمپ په درغلۍ کې لاس لرلی دیانځور: Alex Brandon/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د سه شنبې په ورځ يوه قاضي د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ، په تېره يوه لسیزه کې د خپلو کاروباري معاملو په ترڅ کې په درغلۍ او دوکه ورکولو کې ښکيل بللی دی.

دا د نيويارک د عمومي څارنوالې له لوري د دونالد ترمپ پر ضد د روانې محاکمې په ترڅ کې ستريا ده.

د نیویارک قاضي آتهر اينګورون، په خپله پريکړه کې وويل چې ترمپ او شرکت یې بانکونو، د بيمې او همدا راز پور ورکوونکو ته د دوکې د ورکړې په موخه د خپلو شتمنیو په اړه «شديده» مبالغه کړې ده او هغه یې تر حده ډېرې زياتې ښوولې دي. زیاته شوې په دې توګه د ملکيتونو د خرڅلاو دې ستر سوداګر له خلکو سره د تجارتي معاملو له پاره له دې مبالغې ګټه پورته کړې ده.

اينګورونو په خپله پريکړه کې ويلي دي چې د ترمپ له خوا په وړاندې شويو مالي رپوټونو کې په څرګند ډول هغه بیې راغلي دي چې پر مټ یې درغلي شوې ده او د دعوا کوونکو له خوا په کاروبارونو کې کارول شوي دي.

قاضي په خپله پريکړه کې وويل چې ترمپ دا ثابته نه کړای شوه چې د ده د جاېيداد اخيستو ته يو ليوال په سعودي عربستان کې موجود دی. 

د ترمپ وکيلانو پر دې ټینګار کاوه چې دې پخواني ولسمشر د خپل شتمنيو ارزښت درست ښوولی دی.

خو قاضي ارتهر اينګورون وويل: «دا یوه خيالي نړۍ ده، دا يوه حقيقي دنيا نه ده.»

د امریکا نیویارک | د ټرمپ برج
د امریکا نیویارک | د ټرمپ برجانځور: Ted Shaffrey/AP/picture alliance

د ترمپ دا محاکمه په اصل کې څه ده؟

د نيویارک عمومي څارنوالې ليټيټيا جيمس، د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر میاشت کې پر ترمپ د اقامې دعوا وکړه.

نوموړې ترمپ تورن کړی وو چې بانکونو او بيمه ورکوونکو ته یې په وړاندې کړو خپلو کلني مالياتي رپوټونو کې د خپلو شتمنيو ارزښت تر اصل ډېر ظاهر کړی وو او هغه یې ۲،۲۳ ميلیارده  ډالر ښوولی وو.

جيمس ادعا کوي چې ترمپ دا کار له دې کبله کړی چې «پورونه او بيمې د ده له پاره په ښو شراېطو ترلاسه کړي.»

قاضي په خپله پريکړه کې ويلي: «د جاېيدادونو د يوه پلورونکي له اړخه د څو لسیزو په ترڅ کې د اوسېدو د خپل ځای د بیې په اړه مبالغې ته يوازې د دوکې ورکولو په سترګه کتل کيدلای شي.»

په واشنګټن کې د متحده ایالاتو مرکز
په واشنګټن کې د متحده ایالاتو مرکزانځور: Thomas Hengge/imago images

تردې وروسته به څه کیږي؟

د قاضي اينګورون تر پريکړې وروسته اوس د دې قضیې جريان ته لاره هواره شوه او راتلونکې اونۍ به پرې بحث او اوريدنه پېل شي.

د نيویارک ټايمز په حواله محکمې د قضیې د نه راسپړلو په اړه د ترمپ غوښتنليک ته د رد ځواب ورکړی دی او د عمومي څارنوالې له خوا وړاندې شوې د اقامې دا دعوا یې پر ځای بللې ده.

په دې منځ کې قاضي امر کړی دی چې د دونالد ترمپ ځيني کاروباري جوازونه دې وځنډول شي چې له کبله د نوموړي له پاره په نيويارک کې کاروبار پر مخ وړل ستونزمن شوی دي. زياته شوې چې يوه خپلواکه څارونکي ډله به د «ترمپ سازمان» څارنې ته دوام ورکړي.

د ترمپ وکيل کرستوفر کس ويلي چې دا پريکړه «پاروونکې» او له «حقايقو او قانون سره په ټکر» کې ده. هغه وويل چې ترمپ به د دې پريکړه پر ضد دعوا وکړي.

د دونالد ترمپ زوی ايرک ترمپ د ټولنیزو رسنیو پر ايکس شبکه ليکلي دي چې دا پريکړه یې د پلار د «تبا کولو» او «له نيويارک څخه د ايستلو هڅه» ده.

ب. ص/ ا.و.ا  (AP, Reuters, AFP)