1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني د پناه غوښتنې پراصلاحاتو موافقه وکړه

۱۴۰۲ آذر ۲۹, چهارشنبه

د اروپايي ټولني چارواکو په دغه اتحاديه کي د پناه غوښتني او مهاجرت په اړه اصلاحاتو کي يوه مهم توافق ته له رسيدو خبر ورکړ. د دغې روغي جوړي هدف، د اروپايي ټولني هيوادونو ته د مهاجرو د ورتگ د کچې راکمول دي.

https://p.dw.com/p/4aP4s
Brüssel Europaparlament Plenarsaal
انځور: Dwi Anoraganingrum/Future Image/IMAGO

د اروپايي ټولني کمېسيون د رئيس مرستيال مارگاريتيس شيناس، وويل چي د دغي ټولني غړي هيوادونه او پارلمان د چهارشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو او مهاجرو په هکله قوانينو کي د اساسي اصلاحاتو د رامنځته کيدو په هکله موافقه وکړه. هغه له دغه ډول يوه توافق څخه د «پام وړ يوه پرمختگ» په توگه يادونه وکړه.

د اروپايي اتحاديې د پارلمان رئيسۍ روبرتا متسولا، د ايکس په ټولنيزي رسنۍ کي دغه توافق د يوه مهم پرمختگ په توگه ارزيابي کړ.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بئربوک، وويل چي دغه توافق ته «سخته اړتيا وه چي بايد څو وخته مخکي لا رامنځته سوی وای.»

توافق د څه په هکله دی؟

د دغه توافق هدف اروپايي ټولني ته د بې رويه يا منظم مهاجرت راکمول دي. په دغو اصلاحاتو کي د تازه راغلو پناه غوښتونکو دپناه غوښتنی د هریضو  چټکې ارزونې، په سرحد کي د نيونو له پاره د مرکزونو جوړول او د هغو پناه غوښتونکو د چټکاخراج په هکله مقررات شامليږي چي د پناه غوښتنه يې رد کيږي.

په نوموړو اصلاحاتو کي همدارنگه د دغې اتحاديې د جنوبي هيوادونو پر غړو باندي د فشار د کميدو له پاره د يووالي د يوه ميکانيزم رامنځته کول هم شامل دي چي خپلو خاورو ته د ډيرو پناه غوښتونکو د راتلو شاهدان دي.

Frankfurt, Deutschland  | Asylreform in der EU
د جرمني په فرانکفورت ښار کی د مهاجرو د منلو په لومړي مرکز کی یوه مهاجره کورنۍانځور: epd

د دغه ميکانيزم له مخي به ځيني پناه غوښتونکي د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته انتقال سي اوهغه هيوادونه چي د دغو پناه غوښتونکو له منلو څخه سرغړونه کوي، بايد د هغوی له منل کيدونکو هيوادونو سره مالي او يا هم مادي مرستې وکړي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتني آژانس "فرانتکس" اعلان کړی دی، چي د روان کال د نووامبر مياشتي تر پايه يې له سرحد څخه د غير منظمو اوښتو څه د پاسه ۳۵۵ زره پيښې ثبت کړي دي چي ۱۷ سلنه زياتوالی ښيي.

منتقدين څه وايي؟

په داسي حال کي چي څو محافظه کاره قانون جوړونکو نوموړی توافق «تاريخي» بللی دی، کيڼ اړخه سياستوال بيا د دغه ډول اصلاحاتو له امله اندېښمن ښکاري.

په بلجیم کې د سړک پر سر اوسیدونکي مهاجر

د اروپايي اتحاديې په پارلمان کي آلماني قانون جوړونکي داميان بوئزلاگر ويلي: «گډونوالو موافقه کړې چي د پناه غوښتني حق کمزوری کړي.» بوئزلاگر وويل: »دغه نوی سيستم زموږ په سرحدونو کي د پناه غوښتونکو د بندي کولو له پاره مرکزونه رامنځته کوي چي هيڅکله بايد منل سوي نه وای.»

مهاجرو ته د مرستې رسولو څو آژانسونو لکه د بخښني نړيوال سازمان، آکسفام، کاريتاس او سيف د چلدرن، پر دغو اصلاحاتو سختي نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چي ظالمانه او د نه عملي کولو وړ يو سيستم رامنځته کوي.

GP/NZ(dpa, AFP, Reuters)