1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبحرین

پاپ بحرین ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ څه وويل؟

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

د نړۍ د کاتولیک کلیساو مشر پاپ فرانسیس، چې اسلام سره د خبرو اترو د ترويج له پاره بحرین ته تللی وو، د خپل سفر په وروستۍ ورځ ېې د «منځي ختيځ زوريدلو خلکو» ته دعا وکړه. بشري سازمانونه بيا بحرین پر يو لړ بشري سرغړونو تورنوي.

https://p.dw.com/p/4J7qY
 د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر، پاپ فرانسیس د نومبر په ۵مه د بحرین په ملي لوبغالي کې خلکو ته د وينا پرمهال
د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر، پاپ فرانسیس د نومبر په ۵مه د بحرین په ملي لوبغالي کې خلکو ته د وينا پرمهالانځور: Vatican Media/ZUMA Wire/IMAGO

پاپ فرانیس، روم ته تر پرواز کولو مخکې په خپله وروستۍ وينا کې د کلیسا له ګډونوالو وغوښتل چې د «اوکراين خلکو ته چې ډير زوریږي» او د جګړې د پاي له پاره هم دعاوې وکړي.

هغه د لبناني کلیساو ګډونوالو ته وويل چې «زه ستاسو ګران هیواد ته چې ډير زیات زوریدلی او آزمويل شوی دی او همدارنګه د منځني ختيځ ټولو زورېدلو خلکو ته دعاوې کوم.»

د عیسویانو مذهبي مشر پاپ بحرین ته تللی دی

۸۵ کلن پاپ فرانسيس چې په خټه آرجانټينی دی، بحرین هیواد ته چې اکثریت نفوس ېې مسلمانان تشکيلوي، د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې ېې له دواړو، هم له لوړپوړو مسلمان چارواکو او هم ېې د فارس خليج له کاتولیک اوسیدونکو سره وليدل.

هغه په بحرین کې د قاهرې د الازهر معتبر مسجد له ستر امام، شیخ احمد الطیب سره ولیدل.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، پاپ د شنبې په ورځ په یو خلاص مېدان کې راغونډو شوو شاوخوا ۳۰زره کسانو ته وېنا وکړه چې اکثرو ېې له سترګو اوښکې بهولې.

پاپ په بحرین کي د بشري حقوقو پر مراعتولو ټینگار وکړ

پاپ فرانسیس د زنګونو ستونزې له کبله له ويلچر څخه استفاده کوي، هغه د نومبر په درېمه بحرین ته ورسيد
پاپ فرانسیس د زنګونو ستونزې له کبله له ويلچر څخه استفاده کوي، هغه د نومبر په درېمه بحرین ته ورسيدانځور: Vatican Media/IMAGO

بحرین چې په ۲۰۰۰م کال ېې د روم کاتولیک کلیسا سره رسمي ارتباطات قایم کړل، پکې شاوخوا ۸۰زره کاتولیکان ژوند کوي. په دوی کې اکثریت ېې د فليپين او د نورو آسیايي هیوادونو کارګر مهاجر دي.

فرانسیس د يکشنبې په ورځ، د سفر په وروستي سهار د بحرين په پلازمينه منامه کې د سپيڅلي زړه کلیسا ته ولاړ او هلته ېې له کاتوليکانو سره په کتنه کې له هغوی څخه له نورو ادیانو سره د «نه ستړې کېدونکي خبرو اترو د ترويج» غوښتونکی شو.

هغه د فارس خلیج په دغې تر ټولو زړې کلیسا کې چې په ۱۹۳۹ کې پرانیستل شوې، وويل: «راځئ چې د يووالي لارښودان او جوړونکي وواسو... په څو مذهبي او څو کلتوري ټولنو کې چېرته چې موږ په کې خپل ځان وينو.» 

د اوکراين جګړه، قزاقستان ته د پاپ فرانسیس سفر

په لندن کې د یوې بشري ‌ډلې په حواله، پاپ دغه خبرې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې پولیسو د مرګ په سزا د محکوم شوو بحريني زندانيانو یو شمیر خپلوان چې مظاهره ېې کړې وه او پاپ سره ېې د کتلو غوښتنه کوله، د لنډې مودې له پاره توقیف کړي ول. خو چارواکو بېا د دا ډول نيولو خبره رد کړې ده.

بشري ډلو له اوږدې مودې راهیسې ويلي دي چې د بحرین سني مذهبه حاکمان د شیعه ګانو مخالفو څيرو او فعالانو پر ضد تبعيضي چلند کوي او سرکوبه کوي. د بشر حقونو د څار سازمان د بحرین پر محکمو تور لګوي چې په «ښکاره ډول د غیرعادلانه» مرګ سزاو حکمونه صادروي.

پاپ فرانسیس د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه

Bahrain | Papst Franziskus spricht mit Bahrains König Hamad bin Isa Al Khalifa
پاپ فرانسیس د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره د کتنې پر مهال انځور: Alessandra Tarantino/AP/picture alliance

پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ وينا کې د «ژوند حق» او همدارنګه پر هغې «اړتيا خبرې وکړې، کوم چې تل د خلکو د حقونو تضمین کوي، په سزا د محکوم شوو کسانو په ګډون چې نباید ژوند ېې واخیستل شي.»

د بحرین مالېې وزير، شیخ سلمان بن خليفه الخلیفه د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې بحرین «د بشري حقونو او د جنايي عدالت خونديتوب له یو ځواکمن ملاتړ څخه برخمن دی» او دا چې د مرګ سزا په هکله د پاپ نظر له بحرین څخه نه وو.

پاپ وايي چين ایغور مسلمانان زورولي

دا په ۲۰۱۹م کال کې عربي متحده اماراتو ته د پاپ فرانسیس تر سفر وروسته د هغه دوهم سفر دی چې خليج ته ېې کوي.

پاپ فرانسیس د زنګنونو د ستونزې له کبله ويلچیر کاروي. په پام کې وو چې هغه به روم ته د راتلو د پرواز پر مهال له خبریالانو سره هم خبرې وکړي. د هغه پرواز د ماسپښين شاوخوا یوه بجه (ګرینويچ ۱۰:۰۰ بجې) ښودل شوی وو.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل