1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: ملاتړي هيوادونه خپله ستراتيژي بدلوي؟

۱۴۰۲ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د ناټو جنرالان د روسیې له خوا د جگړې د مخ په زیاتیدونکي خطر په وړاندي تیاری نیسي او د هغه د مخنیوي په برخه کي د پانگونې غوښتنه کوي. له دې څخه اوکراین هم گټه اخیستلای سي.

https://p.dw.com/p/4c7ws
Ukrainische Artillerie feuert auf das Dorf Klischtschijiwka in der Region Donetsk
انځور: Diego Herrera Carcedo/AA/Picture Alliance

د ناټو ډېرو لوړپوړو پوځیانو په جنورۍ مياشت کي تقریباً په عین وخت کي خبرداری ورکړ چي دغه ائتلاف باید له روسیې سره د یوه کړکیچ له پاره آمادگي ونیسي. د هالنډ د سمندري ځواکونو او د ناټو د پوځي کمېټې مشر  راب باور، د جنورۍ مياشتي په پای کي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي خبرداری ورکړ: «موږ ته باید دا معلومه وي چي دا به یوه عادي خبره نه وي چي موږ به په سوله کي ژوند وکړو.»

په فبرورۍ مياشت کي پر اوکراین باندي د روسیې د برید د دوه کاله پوره کیدو په  نظر کي نیولو سره نارویژي قومندان ایریک کرستوفرسن، وویل: «اوس یو زماني فرصت سته چي ښایی، یو، دوه یا درې کاله دوام وکړي چي په هغه کي باید موږ د لا زیاتې دفاع له پاره پانگونه وکړو.»

Belgien | Sitzung des NATO-Militärausschuss in Brüssel | Abschluss PK
په بروکسل کی د ناټو د پوځي کمیټې ناستهانځور: NATO/IMS

دغه خبره، له اوسلو څخه د «دگ بلادیت» ورځپاڼې د ناروې د وسله ځواکونو د نوموړي قوماندان په حواله کړې ده. او د هغه په گاونډي هیواد سویډن کي بیا د وسله ځواکونو اعلی سرقوماندان میکایل بیدین، خپل له اولس او سیاستوالو څخه غوښتي چي «له درک او تفاهم څخه عمل ته ورتیر سي»

له سیاست څخه د پوځیانو غوښتنه

کارپوهان بیا هغه ته له روسیې سره په کړکېچ کي په اروپا کي د ستراتیژۍ د بدلون له پاره له سیاست څخه د پوځیانو د یوې غوښتنې په سترگه گوري.

آلماني امنیتي کار پوه، نیکو لانگه له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: له یوي خوا د لوېدیځ له لوري د وسلو د لیږلو او له بلي خوا د روسیې د اقتصادي جگړې په وړاندي د تعزیریاتو د وضع کولو له لاري د جگړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو هیله تر سره نه سوه.

DW Sendung TTP - Auf den Punkt I Nico Lange
آلمانی امنیتي کار پوه، نیکو لانگه انځور: DW

هغه څه چي تحلیلگران او پوځیان اندېښمن کوي، په اروپا کي تر ټولو دمخه د مهماتو، نوو جنگي تجهیزاتو او د هغوی د تولید د ظرفیت کمبود دی.

دلته پرناټو باندي د احتمالي برید مخنیوی، اوکراین ته د وسلو له انتقال سره ټینگ تړلی دی. اروپايي ټولني تیر کال وعده ورکړې وه چي تر مارچ مياشتي به اوکراین ته یو میلیون مرمۍ واستوي. خو دغه ډول پلان له ناکامۍ سره مخامخ سو.

د اوکراین او روسیې د کارپوه لانگه، په نظر چي د مونشن د امنیتي کنفرانس له پاره هم کار کوي، د مثال په ډول د جرمني حکومت د وسلو تولید کوونکو صنایعو ته ډیر ناوخته د اخیستلو ضمانت صادر کړ.

د لانگه په خبره: «دا کار اوس سړی پس له دوو کلونو وروسته کوي.»

د تجهیزاتو اړتیا نه یوازي په اوکراین، بلکي د ناټو د هیوادونو د مهماتو په خالي ډیپو گانو کي هم ډېره ده.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

د بې پیلوټه الوتکو، مرمیو او جنگي نقلیه وسایطو په برخه کي پانگونه

په بدترین حالت کي، ناټو فقط پنځه کاله وخت لري چې ځان سمبال کړي ترڅو دناټو په خاوره کې د روسیې پر وړاندې د ممکنه برید د مخنیوي وړتیا لاهم په بریالیتوب سره تر سره کړي.

دغه موضوع مخکي لا د جرمني د بهرني سیاست د ټولني د دفاع او د امنیت د مرکز مشر ریستین مولینگ، د ۲۰۲۳ کال په پای کي په یوه د پام وړ تحلیل کي توضیح کړې وه.

د بهرنیو اړیکو په اړه د اروپا له شورا ECFR څخه، گوستاف گریسل په یوه نوي تحلیل کي لیکلي دي:«غربیان په تیره بیا اروپایان باید پر خپلو مالي مقرراتو له سره فکر وکړي او داسي اقتصادي حالت رامنځته کړي، تر څو د بې پیلوټه الوتکو، مهماتو، زغره والو جنگي نقلیه وسیلو او داسي نورو تولید ته وده ورکړي.»

گریسل د ختیځي مرکزي اروپا د هیوادونو له گودامونو څخه د پخواني شوروي له خوا جوړو سوو وسلو ته، د اوکراین د اکمالاتي ستراتیژۍ د پای ته رسیدو په سترگه گوري. د هغه په خبره نور هیڅ شی نه دی پاته. ځکه نو هم د ناټو او هم اوکراين له پاره بايد د وسلو تولید په پراخه اندازه ډیر سي.

GP/NZ/DW.Online