1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین کې د جګړې شدت؛ روسي توغندیو د ناټو هوایي حریم نقض کړ

۱۴۰۳ فروردین ۵, یکشنبه

پر اوکراین د روسيې د بریدونو له زیاتیدو او په کریمیا کې د روسیې پر سنګرونو د اوکراین د پراخو هوایي بریدونو سره هم مهاله، پولنډ د یکشنبې په سهار د روسیې د یوه کروز توغندي په وسیله د خپل هوایي حریم د نقضولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4e4Pa
Ukraine Kiew Luftangriff
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د روسیې او اوکراین د پوځي ځواکونو ترمنځ جګړې شدت موندلی دی. پولنډ د یکشنبې په سهار د یوه روسي کروز توغندي په وسیله د دغه هیواد د هوایي حریم د نقض کیدولو خبر ورکړی دی.

د پولنډي پوځ په حواله دغه روسي توغندی د شنبې ورځې په ماښام خپل هدف ته له رسیدو مخکې د اوکراین په لویدیځ کې د «۳۹ ثانیو» په واټن کې د پولنډ له سرحد څخه اوښتی وو.

د پولنډ پوځ وایي دغه توغندی د پولنډ له هوایې حریم څخه د وتلو تر وخته پورې د رادار سیستم په وسیله څارل کیده.

مخکې له دې د ۲۰۲۳م کال کې په وروستۍ میاشت کې یو روسي توغندی خپل هدف ته د رسیدو په مسیر کې د پولنډ له هوایي حریم څخه تیر شوی وو او د دغه هیواد هوایي حریم یې چې د اروپا په ختیځ کې د ناټو یو مهم غړي ګڼل کیږي، نقض کړی وو.

د پولنډ د پوځ په حواله د شنبې په شپه د دغه هیواد د هوایي حریم د نقض کیدو په پایله کې، د هر ډول احتمالي خطر په مقابل کې د تیارسۍ امر ورکړل شوی دی.

پر کیف او د لویو په نامه سیمه د روسیې هوایي بریدونه

روسي پوځ تیره شپه د اوکراین پلازمېنه او همدرانګه د دغه هیواد په لویدیځ کې د لویو سیمه بمبار کړه. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په یوه تویتري پيغام کې لیکلي دي: «په پلازمېنه کې چاودنه. هوایي دفاع بوخته ده. له پناه ځایونو مه وځئ».

په ورته وخت کې د لویو سیمې والي ماکسیم کوسیتسکي، د لویو په سویل کې د استري ښار په اطرافو کې د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی. په استري کې د اور لګیدنو انځورونه هم خپاره شوي دي.

د پولنډ د وسله والو ځواکونو عملیاتي قوماندان د شپې په اوږدو کې د روسي الوتکو تحرکاتو ته په اشارې سره په اوکراین کې د بریدونو اړوند وویل: «د پولنډ د هوایي حریم د امنیت ډاډ ترلاسه کولو له پاره ټول لازم تدابیر نیول شوي او د پولنډ د وسله والو ځواکونو عملیاتي قوماندان په دوامداره توګه وضعیت تر څار لاندې لري.»

اوکراین یو وار بیا پر کریمیا برید کړی

بل لور ته اوکراین هم یو وار بیا د شپې په اوږدو کې په کریمیا ټاپو کې په سواستوپل ښار کې د روسیې پر سنګرونو بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې دکریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړ. د سواستوپل والي میخایل رازوژایف دغه برید په دې وروستیو کې تر ټولو لوی برید بللی او ادعا یې کړې ده چې روسیې دغه برید په شا تمبولی دی.

د اوکرایني رسنیو د رپوټ پر بنسټ، په دې برید کې په توره بحیره کې د روسیې د جنګي بیړیو د ارتباطاتو اصلي مقر په درو کروز توغندیو لګیدلی دی. تر اوسه پورې د دې برید دقیق جزویات نه دي معلوم شوي او د اوکرایني لورې له خوا هیڅ کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

آژآنسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب