1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيتایوان

تایوان یو وار بیا پر خپله فضا چینایي بالونونه لیدلي

۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبه

د تایوان دفاع وزارت په دویمه پرله پسې ورځ په خپل هوایي حریم کې د چین ۸ څارونکي بالونونه کشف کړي دي. یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې له دې جملې څخه ۵ یې د شنبې په ورځ هم د دغه ټاپویې هیواد د پاسه لیدل شوي وو.

https://p.dw.com/p/4cGW0
Pilot der US Air Force - Mutmaßlicher chinesischer Spionage Ballon
آرشیف انځور: په امریکا کې د چین شکمن د جاسوسۍ بالونانځور: US Air Force via Reuters

ویل کیږي چې لومړی بالون سهار او وروستی یې بیا د شپې په نیمایي کې لیدل شوی دی. د جمعې په ورځ هم تایوان د اتو بالونونو د لیدلو خبر ورکړی وو. خو د دغو بالونونو د موجودیت دلیل لا څرګند نه دی.

دغه شمیر نسبتاً لوړ دی. وخت نا وخته دا ډول بالونونه د چین او تایوان ترمنځ د غیر رسمي سرحدي پولې د پاسه د پرواز په حال کې لیدل شوي.

تایوان شکایت کوي چې دغه بالونونه یې د هوایي حریم له پاره خطر او د رواني جګړې یوه برخه ده، هغه موضوع چې چین د تیر میلادي کال د دسمبر په میاشت کې رد کړې وه. چین ادعا کوي چې له دغو بالونونو څخه د هوا پيژندنې په برخه کې کار اخیستل کیږي او باید ورته تر اندازې ډیر سیاسي اړخ ور نه کړلی شي.

د چین د دفاع وزارت تر اوسه پورې د تایوان د دغو ادعاو په هکله له غبرګون ښکاره کولو څخه ډډه کړې ده. په اوس وخت کې په چین او همدارنګه تایوان کې د نوي کال جشن لمانځل کیږي.

د چین او تایوان ترمنځ اړیکي کړکیچنې دي، ځکه د چین ولسي جمهوریت تایوان ته چې په دیموکراتیکه توګه اداره کیږي د خپل هیواد د یوې جلا شوي ایالت په سترګه ګوري.

د چین د ګواښونو سربیره د تایوان پخوانی مرستیال ولسمشر لای چینګ ته، د جنورۍ میاشتې په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه انتخاب شو. نوموړی له چین څخه د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

چين د درملو په نړيوال بازار کې خپل نفوذ نور هم پراخوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب