1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسعودي عربستان

رپوټ: سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې ۱۷۰ کسان اعدام کړي

۱۴۰۲ دی ۱۲, سه‌شنبه

سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې لږ تر لږه ۱۷۰ کسان اعدام کړي دي چې د څلورو کسانو د اعدام سزا د نوي کال په شپه عملي شوې ده.

https://p.dw.com/p/4anSn
يو تازه رپوټ وایي چې سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې ۱۷۰ کسان اعدام کړي
يو تازه رپوټ وایي چې سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې ۱۷۰ کسان اعدام کړي

په سعودي عربستان کې اعدامونو په اړه دا شميرې د فرانسې خبري آژانس د سعودي چارواکو د اعلاميې پر اساس خپرې کړي دي.

په تېر ۲۰۲۳م کال کې د اعدام شويو له جملې څخه یې ۲۳ تنه په ترهګرۍ او دوه عسکر له هیواد سره په خيانت تورن ول. د خليج فارس د حوزې په دې هېواد کې يوازې د ۲۰۲۳م کال په سپتمبر میاشت کې ۳۸ کسان اعدام شوي ول.

په ۲۰۲۲م کال کې په سعودي عربستان کې په ټولیزه توګه د ۱۴۷ کسانو د اعدام حکمونه عملي شوي ول. د بشري حقونو فعالانو پر دې اعدامونو سختې نیوکې کړي دي.

د بخښنې د نړيوال سازمان په خبره، سعودي عربستان په ۲۰۲۲م کال کې له چين او ایران پرته د بل هر هېواد په پرتله د اعدام ډېرې سزاوې عملي کړې وې. د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې په يوه ورځ د ۸۱ کسانو اسعودي: په یوه ورځ کې ۸۱ تنه اعدام شويعدامولودغه هېواد د ټولې نړۍ له خوا د نيوکو سره مخامخ کړ.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب