1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسیې وروسته ناټو هم د سړې جګړې یو مهم تړون ځنډولی

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

د دې تړون هدف د اروپا په سرحدونو کې د سرتیرو په کمولو سره د سړې جګړې د رقیبانو ترمنځ د کشمکش کمول وو. ناټو ويلي چې روسیه له دې تړونه وتلې ده، په داسې حال کې چې پر اوکراین برید دا تړون «بې ثباته» کړی دی.

https://p.dw.com/p/4YY06
Kosovo | Italienische KFOR Soldaten nach der FEstnahme von 3 Polizisten des Kosovo durch serbische Kräfte
انځور: Valdrin Xhemaj/REUTERS

د سه شنبې په ورځ دناټو سازمان اعلان وکړ، دا چې روسیه د سړې جګړې له امنیتي تړون څخه په رسمي توګه وتلې ده، نو دوی هم دغه تړون ځنډولی دی.

د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د مسکو له خوا پر اوکراین تر برید وروسته دا د ناټو او روسیې ترمنځ د مخ پر ډیریدونکي بحران یوه نوې پيښه ده.

په اروپا کې د عنعنوي وسله والو ځواکونو اړوند تړون (CFE) په ۱۹۹۰م کال کې لاسلیک او دوه کاله وروسته بیا تصویب شو. په دې تړون کې د سړې جګړې د سیالو هیوادونو سرحدي پولو ته نږدې د پوځي واحدونو د ځای پرځای کولو او نظامي تاسیساتو جوړولو د مخنیوي هڅه شوې ده.

روسیې په ۲۰۰۷م کال کې په دې تړون کې خپل ګډون ځنډولی وو او په ۲۰۱۵م کال کې یې په بشپړ ډول له تړون څخه د وتلو اعلان وکړ.

ناټو ولې تړون وځنډاوه؟

ناټوپه خپله یوه اعلامیه کې ویلي «داسې وضعیت چې متحد هیوادونه په کې تړون ته ژمن وي او روسیه پرې عمل ونه کړي، نو دا به بې ثباته ثابت شي.»

ناټو زیاته کړې ده چې غړي به یې په دې اقدام کې خپل ګډون تر «هغه وخته پورې چې اړتیا وي» وځنډوي. د ناټو د ۳۱ غړو هیوادونو اکثریت یې دغه تړون لاسلیک کړی دی. زیاته شوې ده چې پر اوکراین د روسیې برید او روانه جګړه د سي اف اي تړون د هدف ضد دی.

که څه هم اوکراین تر اوسه پورې د ناټو غړی نه دی، خو د پولنډ، رومانیا، هنګري او سلواکیا په څیر یو شمیر ګاونډي هیوادونه په دې پوځي اتحاد کې شامل دي.

د روسیې غبرګون

مخکې تر دې د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له (CFE) څخه د وتلو رسمي بهیر بشپړ شو.

د روسیې د بهرنیو چاو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو «په دې توګه د يوه نړیوال قانوني سند چې زمونږ هیواد په ۲۰۰۷م کال کې ځنډولي وو، بالاخره زموږ له پاره د ماضي خبره شوه.»

روسیې زیاته کړې ده چې د امریکا د اقداماتو ترڅنګ د ناټو د لمنې د پراخولو هڅې هم د دې سبب شوې چې مسکو له تړون څخه ووځي.

سږکال په می میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړ چې په هغې کې دغه تړون غندل شوی وو. د پوټین دا کار بیا د ناټو له خوا په سختو ټکو وغندل شو.

په ۲۰۲۲م کال کې پراوکراین د روسیې برید او جګړې د امریکا او روسیې اړیکې دومره خړې پړې کړې چې تر سړې جګړې وروسته یې ساری نه وو لیدل شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص