1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه درسونه چې د افغانستان له ماموریته باید واخیستل شي

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د آلمان د فدرالي پارلمان (بوندستاګ) له خوا یو جوړ شوی تحقیقي کميسيون غواړي په افغانستان کې د دغه هیواد د پوځي ماموريت په اړه ارزونه وکړي او په لاس راغلو نتایجو څخه ېې د راتلونکو ماموریتونو له پاره وړانديزونه مطرح کړي.

https://p.dw.com/p/4HPCG
د آرشیف انځور: په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت
د آرشیف انځور: په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريتانځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture-alliance

د آلمان پوځ ځواکونو شا او خوا ۲۰ کال په افغانستان کې حضور درلود. دوی لومړی د ناټو د آیساف ماموریت او بیا د «قاطع ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالاتو تر رهبرۍ لاندې نورو ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت امنيتي ځواکونو ترڅنګ، طالبانو پر ضد مبارزه کوله. د دې ترڅنګ په پام کې وو دغو ځواکونو په افغانستان کې د آزادۍ، دیموکراسۍ او د بشر حقونو د تقوېې او بنسټيزه کولو په برخو کې هم مرستې وکړي.

خو د غرب ماموریت چې د آلمان پوځ هم په کې شامل وو، د ډيرو امکاناتو او د ځواکونو د حضور سربېره، په دې ونه توانېد چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو مخه ونیسي. د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې له افغانستان څخه د ټولو ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته او د اګست په ۳۰مه کله چې وروستی امریکايي عسکر هم له افغانستانه ووت، نور د طالبانو په مقابل کې کوم جدي رقیب ځواک موجود نه وو. 

آلمان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ماموریت ته بیا کتنه پيل کړه

په دغو شلو کلونو کې کوم څه په سمه توګه ترسره نه شول او کوم اشتباه ول؟ دغې پوښتنې ته ځواب پېدا کول، د هغه کميسیون دنده ده چې د آلمان پارلمان له خوا په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت د څيړنې له پاره جوړ شوی. دغه کمیسیون تېره اوونۍ په کار پیل کړی دی.

آلماني ځواکونه په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت تر پای ته رسيدو وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۷مه له تاشکنده آلمان ته راورسیدل
آلماني ځواکونه په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت تر پای ته رسيدو وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۷مه له تاشکنده آلمان ته راورسیدل انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

د آلمان پارلمان په دوبي کې د تحقیق یوه کميټه هم جوړه کړه چې له افغانستان څخه ېې د آلماني ځواکونو د وتلو او د تخلېې پروسه ارزوي، خو نوی جوړ شوی کميسیون به د هغې خلاف د ټول ماموریت د قوت او ضعف نقطې تجزېه او تحليل کوي.

دغه کميسيون ۲۴ غړي لري چې نيمايي يې د پارلمان استازي او نيم نور ېې کارپوهان دي. د دوی ټولو دنده دا ده چې د ارزونو څخه په لاس راغلو نتايجو او تجربو څخه په راتلونکې کې د آلمان بهرني او امنیتي سیاست له پاره درسونه وړاندې کړل شي.

«په افغانستان کې باید د آلمان له ماموريته درس واخیستل شي»

Afghanistan Taliban Kämpfer feiern den ersten Jahrestag der Machtübernahme in Kabul
طالبان په کابل کې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۵مه د خپل حاکميت د لومړني کال لمانځنه کوي - طالبان یو کال مخکې په همدې نيټه تر شلو کلونو وروسته بیا واک ته ورسېدلانځور: Ali Khara/REUTERS

ميشايل مولر، چې د دغه کميسیون مشر دی، دویچه ویله ته وويل: «زموږ مطالبه دا ده چې سیاسي ماموریت او د حکومت او پارلمان (آلمان) کار، پر ځان نېوکې بڼه او د دخيلو رول لوبوونکو په مشارکت سره وارزوو.» هغه زیاته کړه: «په ځانګړې توګه موږ غواړو په دې اړه داسې یو نظر ولرو، چې رول لوبوونکو په سیمه کې له یو بل سره څنګه کار کړی دی او د دغه ماموریت د ترسره کولو له پاره يې کوم فرصتونه درلودل.»

شاهينه ګامبير، چې د آلمان زرغون ګوند څخه ده، هم په دغه کميسیون کې ده. هغه وايي د دغه کمیسيون د پايلو په اړه بايد افغان ښځو او نارینه و ته هم معلومات ورکړل شي. هغې د دې خبرې په کولو چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې وخت د افغانانو له پاره مخ په شا شو، زیاته کړه: «دا په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره صدق کوي: د افغانستان نيمايي نفوس په واټونو کې نه ليدل کيږي. اقلیتونه يو ځل بيا له خطر سره مخ دي. موږ يو ځل بیا د شل کاله مخکې وضعیت ته ورګرځيدلي یو. دا څنګه پېښ شول؟ د دغو مسائيلو د روښانه کولو له پاره، موږ ټول سهیم کسان هغه کسان که هغه افغانان يا نور کسان دي چې کلونه کلونه ېې په دغه هیواد کې په مختلفو اشکالو فعالیت درلود، مسئولیت لرو.»

د دغه کميسیون مرستیال، سِراپ ګولر، ویلي دي چې د لومړنیو موندنو پر اساس، د ضعف ډيرې متفاوتې نقطې موجودې دي. د هغه په خبره د ضعف یوه نقطه د نړيوال ماموریت په څرنګوالي کې موجوده وه چې د آلمان پوځ د هغه په چوکاټ کې فعالیت درلود. ګولر دویچه وېله سره په مرکه کې وويل: «آلمان د دې چانس نه درولود چې د اهدافو او وظایفو په تعينولو کې برخه واخلي او د دغه ماموريت مطابق پوښتنې مطرح کړي. پر ځای ېې، آلمان طرزالعملونه یو په يو په غاړه واخیستل او مخ ته ېې وې وړل.»

«هغه اهداف باید تعریف شي چې د آلمان پوځ ورته رسیدل غواړي»

په افغانستان کې د انجونو د متوسطه ښوونځيو او لیسو بندول؛ ځينې نجونې په مسجدونو کې ديني زده کړې کوي
په افغانستان کې د انجونو د متوسطه ښوونځيو او لیسو بندول؛ ځينې نجونې په مسجدونو کې ديني زده کړې کويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

«لاس ته نه رسيدلي اهداف»

د سیاسي چارو کارپوهه، اورزولا شرودر، چې د يوې متخصصې په توګه دغه کميسيون ته مشورې ورکوي، وايي چې په واقعیت کې د دغه ماموریت اهداف او طرزالعملونه تر ډيره مبهم او نامشخص ول چې د وخت په تېریدو سره نور هم جامع شول. هغه وايي: «دغه ماموریت د تروریزم ضد ماموریت په نوم پيل شو او وروستي اهداف ېې دولت جوړولو نه نېولې د سولې تر تامين پورې مرسته کول وو. میرمن شرودر په هامبورګ پوهنتون کې د سولې او امنيتي سیاست د تحقیقاتو د انستيتوت مديره ده. هغه وايي دا یو موثر چلن نه وو، «ځکه چې اهداف بايد په واقع بېنانه شکل جوړ شي او د اجرا بهیر ېې هم په پر له پسې توګه تر ارزونو لاندې ونېول شي. دا ډول يوه اروزنه موجوده نه وه. په دې ترتيب په کافي اندازه روښانه نه وه چې ځينې اهداف نه ترلاسه کېدونکي دي. نو کله چې داسې وي، مداخلات پر ماتې محکوم دي.»

د طالبانو د واکمنۍ یو کال، له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته څه لرل؟

شرودر زیاتوي د روښانه طرزالعملونه د نشتون او له اجراتو څخه د لږ بېاکتنې علاوه، دغه ماموریت په سيمه کې له لويو ستونزو سره مخ وو: «تحقيقات ښيي په داسې یو هېواد کې چې د تاوتريخوالو، شخړو او د خرابې حکومتي رهبرۍ په نتيجه کې تضعیف شوی وي، له بهر څخه د يو پيچلي ټولنیز او دولتي نظم برقراره کول پکې ډير سخت او په ځينو موادرو کې ناممکنه وي.» نوموړې د خپلو خبرو په ادامه وايي چې دغه وضعیت افغانستان سره هم صدق کوي. د سیاسي علومو دغه کارپوهه زياتوي: «دغه هېواد د اوږدمهاله جګړې او اړوندو تاوتريخوالو په دليل له هر نظره اغېزمن شوی دی. په دا ډول یو شرایطو کې دولت جوړول په شدیده توګه یو سخت کار دی.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو کلیزه، پریکړې یې څه تر شا پرېښودل؟

میشايل مولر وايي، د افغانستان په ماموریت کې په احتمال سره د دغه هیواد تاريخي او سیاسي پس منظر ته په کافي اندازه پاملرنه نه وه شوې او دا سبب شوی چې د مکاني لحاظه د دغه ماموریت برېاوې محدودې وي. هغه وايي: «موږ بايد ومنو هغه څه چې په کابل کې ېې نتيجه ورکړه، د دغه هیواد په نورو برخو کې ېې هغسې کاميابه نتيجه ورنکړه. په احتمال سره ېې دليل دا وو چې په کلیوالي سيمو کې خلکو حکومت او چارواکو سره لږ ارتباط او اعتماد درلود.»

د آرشیف انځور: طالبان په افغانستان کې تر بېا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو باندې ډير محدودیتونه لګولي دي
د آرشیف انځور: طالبان په افغانستان کې تر بېا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو باندې ډير محدودیتونه لګولي دي انځور: Ali Khara/REUTERS

سِراپ ګولر په دې نظر دی چې ښايي ضعيفې حکومتولۍ د دغه ماموریت له ماتې سره مرسته کړې وي. ځکه، که چیرته مهم حکومتي خدمات موجود نه وي، په هغه صورت کې خلکو له پاره د یو ترقي غوښتونکي سیاست اصول نور د لاسرسي او د تحقق وړ نه ښکاري. ګولر وايي: «ډیر خلک په دا ډول یو وضعیت کې نورې اندېښنې هم لري. هغوی باید پر دې فکر وکړي چې د خپلو اولادونو له پاره په کافي اندازه خواړه ولري، ماشومان ېې وشي کړی ښوونځيو ته ولاړ او زده کړې وکړي او په ټوله کې وشي کړی خپلې مادي اړتياو تامېن کړي. دغه ډول ټول مسايل په سيمه کې یو فشار رامنځ ته کوي چې په نتيجه کې ېې د قانون حاکميت یا د دیموکراسۍ په څير مسايل نسبتاً انتزاعي یا جلا شوي بريښي. خلک ملموسو تجربو ته اړتيا لري تر څو پوه شي چې نورمونه څه اهمیت لري او هغه عملي کړي.»

آلمان د افغانستان پر ماموريت تر ۱۷ ميليارد يورو ډېرې پېسې مصرف کړي

شاهينه ګامبير هم په دې نظر ده چې ملکي خلکو ته ډیره کمه توجه شوې ده. هغه وايي: «موږ بايد په واضح شکل ارزونه وکړو چې د افغانستان خلک او مدني ټولنه (په دغه پروسه کې) تر کومې اندازې پورې شامل ول. آیا له دیموکراسۍ او د قانون له حاکميت څخه زموږ برداشت پر هغوی باندې تحميل شوی دی؟ آیا زموږ اهداف د افغانستان ټولنې له اهدافو سره مطابقت درلود؟ دا ډول پوښتنې به د راتلونکې له پاره هم ډيرې مهمې وي.»

کریستین کنیپ/ پ ع/ ع ف/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل