1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

روسي قواوو د اوکراين پر برېښنايي زيربناوې باندې بيا درنې حملې کړي دي. اردوغان له پوتین سره تيلفوني خبرې کړي او هغه ېې له امریکا سره خبرو اترو ته هڅولی. روسيه وايي که واشنګټن وغواړي مسکو خبرو ته تیار دی.

https://p.dw.com/p/4JkZm
د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو يو ځل بیا د اوکراین په مختلفو سیمو کې د انرژۍ زيربناوې سختې تر هدفونو لاندې راوستلي دي
د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو يو ځل بیا د اوکراین په مختلفو سیمو کې د انرژۍ زيربناوې سختې تر هدفونو لاندې راوستلي ديانځور: Pavlo Palamarchuk/AA/picture alliance

روسي ځواکونو د اوکراین په مختلفو سيمو کې پر ګڼو برېښنايي زېربناو خپلې درنې حملې جاري ساتلي او په عین حال کې په لوهانسک او دونيڅک سيمو کې د شدېدو جګړو خبرونه ورکړل شوي.

د رويټرز په حواله، روسېې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو يو ځل بېا درنې حملې کړي دي. د اوکراين پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه حملې په شمال کې له پلازمېنې کيف څخه په مرکز کې تر دينپرو پورې او په جنوب کې اوديسه کې ترسره شوي دي.

د اوکراین پر مختلفو سیمو بريدونه

پوځ زياته کړې ده چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ېې دوه کروز توغندي، پنځه له هوا څخه توغول شوي توغندي او پنځه د ایران ساخت شاهين-۱۳۶ ډرون الوتکې راغورځولي دي. خو رويټرز وايي چې د دغې ادعا پر اثبات نه دي توانېدلی. روسېې په وروستيو کې د اوکراین د انرژۍ پر زيربناوو سخت بريدونه کړي دي، چې په دې سره ېې اوکراین ته سرخوږی جوړ کړی دی.

زېلنسکي روسي ځواکونه په خیرسون کې پر جنایاتو تورن کړل

په داسې حال کې چې کیف د ژمۍ لومړنۍ واورې پوښلی، د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي تيره شپه وويل چې دا وخت شاوخوا ۱۰ ميلیونه خلک برېښنا نه لري. هغه وويل، چارواکو په ځينو سیمو کې د برېښنا د بيړنۍ جبري پارچاوۍ امر کړی دی. زياته شوې چې مسئولان د برېښنايي شبکې پر جوړولو کار کوي.

په خیرسون کې د روسي ځواکونو د جنایاتو ادعا

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ماښام وويل چې لس زره کسان په دغه هیواد کې برېښنا ته لاسرسی نه لري
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ماښام وويل چې لس زره کسان په دغه هیواد کې برېښنا ته لاسرسی نه لريانځور: Maxym Marusenko/NurPhoto/picture alliance

روسېې په دونيڅک او لوهانسک سيمو کې خپل ځواکونه تقويه کړي دي. روسيې دغو سیمو ته هغه ځواکونه چې تېره اوونۍ ېې له خيرسون څخه و ايستل، استولي دي.

خېرسون ښار تېره اوونۍ وروسته له هغې چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل، اوکرايني ځواکونو بېرته ونېو. د اوکراین د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې هلته ېې د ۶۳ مړو جسدونه موندلي چې د روسيي قواوو د شکنجو ښکارندوي کوي.

زيلنسکي د خيرسون ښار د نيولو اعلان وکړ

د اوکراین پارلمان د بشري حقونو کمشنر، دیميتري لوبینتس، په دې هکله ېوه وېډيو خپره کړې چې په هغه کې د نورو تر څنګ، يوه کوچنۍ کوټه هم ښودل کيږي چې په وينا ېې روسي ځواکونو ورڅخه د شکنجه ځای په توګه کار اخیست او په یو وخت کې پکې ۲۵ کسان ساتل کيدل.

رويټرز ليکي چې په دغه ويډيو کې د روسي عسکرو له خوا د اعترافونو د ترلاسه کولو په موخه د برقي شاټونو خبره هم ياده شوې ده، خو زیاتوي چې دغه آژانس د لوبينتس دغه ادعاوې تصدیق کولی نشي. د اوکراین ولسمشر، د خيرسون تر بېرته نېولو وروسته له دغه ښار څخه د کتنې پر مهال هم ويلي ول چې د روسي عسکرو له خوا شاوخوا ۴۰۰ مورده جنایات ترسره شوي دي.

اوکراین د برق د کمبود سره مخامخ دی

روسېې بیا دغه ادعاوې رد کړي دي چې د دوی ځواکونو دې پر ملکيانو حملې ترسره کړي وي او يا دې د جنایاتو مرتکب ګرځيدلي وي.

پاپ فرانسيس بيا د سولې غوښتونکی شو

د نړۍ د کاتولیک کلیساو مشر، پاپ فرانسيس، د جمعې په ورځ يو ځل بيا په اوکراين کې د جګړې پر پای ټینګار وکړ او وې ويل چې واتيکان چمتو دی چې په دې برخه کې له هر ډول ممکنه لارو چارو څخه په استفادې منځګړيتوب وکړي.

پاپ د سولې پر مذاکراتو ټينګار کړی. هغه ايټالوۍ ورځپاڼې لاستمپا ته وويل: «موږ ټول بايد سوله غوښتونکي اوسو.» پاپ زياته کړه: «د سولې غوښتنه بايد صرف د ېو اوربند له پاره نه وي چې د بېرته مسلح کېدو له پاره ورڅخه استفاده وشي. واقعي سوله چې د مذاکراتو پایله ده.»

د پولند ولسمشر: لګېدلي توغندي هدفي بريد نه وو

امریکا ته د خبرو اترو وړاندیز

د يو بل خبر له مخې روسيې ويلي دي چې که چېرته واشنګټن وغواړي دوی تیار دي چې د ستراتيژيک ثبات په تړاو، په یوه لوړه سطحه غونډه کې خبرې وکړي. دغه خبره د روسېې د بهرنيو چارو مرستيال وزير، سيرګي ريابکوف کړې چې د روسېې حکومتۍ رسنۍ د جمعې په ورځ خپره کړې ده.

د آرشیف انځور - د روسې ولسمشر، ولادیمیر پوتین (ښي لور) او د ترکېې ولسمشر، رجب طیب اردوغان
د آرشیف انځور - د روسې ولسمشر، ولادیمیر پوتین (ښي لور) او د ترکېې ولسمشر، رجب طیب اردوغانانځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidential Press Office/REUTERS

هغه همدارنګه ويلي دي چې روسيې له امریکا متحده ايالاتو سره په قاهره کې د اتومي وسلو د رارون کنفرانس وروسته نوي تماسونه هم نه ردوي.

خو د کريملین وياند، دميتري پسکوف، د جمعې په ورځ وويل چې د روسېې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بایدن تر منځ د کومې غونډې خبره نشته.

اردوغان د پوتين او بایدن په منځ کې

دا په داسې حال کې ده چې د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان له خپل روسي سیال، ولاديمیر پوتين سره پر ټيلفون خبرې کړي او هغه ته ېې ويلي دي چې په سیمه کې د وضعيت د «نه کنټرول وړ» تشديد څخه د مخنيوي له پاره د روسېې او امریکا استخباراتي ادارو تر منځ ناسته اړينه ده.

د روسیې او اوکراین د غله جاتو تړون ۱۲۰ ورځي اوږد سو

د ترکېې ولسمشرۍ دفتر د جمعې په ورځ وويل چې اردوغان په دغه ټيلفوني اړيکه کې ټينګار کړی چې د اوکراین جګړې د پای له پاره باید ديپلوماټيکی اړېکې احيا شي. اردوغان همدارنګه له پوتين څخه مننه کړې چې د تورې بحيرې له بندرونو څخه ېې د غلجاتو تړون غځولی دی.

د روسېې او امريکا ترمنځ د بندیانو تباله

له بل لورې د روسېې مرستيال خارجه وزير د جمعې ورځ وويل چې روسيه هيله منده ده تر څو له امریکا متحده ایالاتو سره د ویکتور بوټ په ګډون د بندیانو تبادله وکړي. روسی ويکتور بوټ چې د «مرګ سوداګر» په نوم هم پيژندل کيږي د روسي وسلو د قاچاق په جرم نیول شوی دی. زیاته شوې چې روسيه به د بوټ په بدل کې امریکايي نامتو باسکتبالره، بريتني ګراينر، آزاده کړي.

«اوکراین له پوځي لاري جگړه نه سي گټلای»

ريابکوف په دې هکله وویل: «امریکايان یو لړ بهرني فعالیتونه ښکاره کوي او موږ د دغه کار له پاره جوړ شوي يو ځانګړي چينل له لارې په مسلکي چارو بوخت یو.» هغه هيله مندې وښوده چې «داسې یوه شيبه به راورسيږي چې موږ پکې يو پريګړنده توافق ته ورسيږو.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل