1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: هر دویم المانی خپل راتلونکي ته اندیښمن دی

۱۴۰۲ آذر ۱۲, یکشنبه

د یوې تازه تر سره شوې عمومي نظرپوښتنې پایلې ښيې چې د المان هر دویم اوسیدونکی د مستحلِک یا مصرفوونکي په توګه انديښنه لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې به یې د ژوند وضعیت د اوس په پرتله لا زیات خراب وي.

https://p.dw.com/p/4Ziqf
Deutschland | Konsumklima Verbrauchervertrauen
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

د المان خبري آژانس «ډي پي اې» په دغه هیواد کې د یوې تازه عمومي ترسره شوې نظرپوښتنې د پایلو په اساس ویلي دي چې د المانهر دویم اوسیدونکی انديښنه لري چې د مصروونکي په توګه په راتلونکو لسو کلونو کې یعنې تر ۲۰۳۳ کاله پورې به یې د اوس په پرتله ژوند لا زیات خراب او ډیرې ستونزې ولري.   

دغهنظرپوښتنهد مصروونکو سازمانونو مرکزي فدراسیون (vzbv) له خوا تنظیم او د فورسا انیستیتیوت له خوا شوې ده.

په برلین کې دغه سروې »د الماني مستحلِکینو د ځانگړې ورځي« په مناسبت شوې وه. په سروې یا نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو لویانوڅخه ۴۸ سلنې یې ویلي دي چې دوی انديښنه لري چې په راتلونکي لسیزه کې به یې وضعیت د اوس په پرتله لا زیات خبر شي. د نومبر له ۶ تر ۸ نیټې پورې د دې نظر پوښتنې په ترڅ کې ۱۰۰۳ کسان پوښتل شوي دي.

کومه موضوع ډير د پاملرنې وړ ده؟

په المان کې هر کال د لمانځل کیدونکي دې ورځې ځانګړتیا په دې کې ده چې په دې ورځ کارپوهان د مصروونکو په توګه د عام وګړو له پاره پر مهمو ټولنیزو موضوعاتو له بحث کولو سره پر هغو نوو پرمختګونو غور کوي، په کوم کې چې له تقاعده نیولې بیا د عاید او مصرف سرچینې او د مصنوعي زیرکتیا تر استعمالولو پورې شاملیږي.

له ګډون کوونکو څخه داسې پوښتنه هم شوې وه چې د دوی په نظر اوسمهال کوم مسایل ډیر مهم دي چې باید سیاستوال ورته په بیړه توجه وکړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې نږدې ۳۸ سلنه له پوښتل شوو کسانو ویلي وو چې په ډاډمن او مناسب قیمت سره د انرژۍ تامینول، اوسمهال په المان کې تر ټولو ډیرې پاملرنې ته اړتیا لرونکي سیاسي موضوع ده.

تر دې وروسته د دویمې ستونزې په توګه ۲۳ سلنه کسانو د المان د تقاعد نظام د بهترولو او په دې برخه کې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د خوراکي توکو بیې څنګه کمیدلی شي؟

د المان د مصرف کوونکو سازمانونو د ملي فدراسیون د مرکزي بورډ غړي رامونا پوپ د دې نظرپوښتنې د پایلو په هکله وویل: «دا احساس هم د خطر زنګ دی چې د المان نیمایي نفوس خپل راتلونکي ته اندیښمن دی».

نوموړي وویل چې د ناډاډمنتوب کړکیچ په وخت کې خو مصرفوونکي لا زیات شفافیت او اتحاد ته اړتیا لري، نه مبهم فکر او شخړې ته.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا