1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا ټاکنې: بایدن او ترمپ به ښايي يو ځل بيا سره مخامخ شي

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

بایډن او ترمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ له پاره په مقدماتي ټاکنو کې په کافي اندازه استازولۍ خپلې کړي. که دواړه سیاستوال په انتخاباتي کنوانسیونونو کې اکثریت رایې ترلاسه کړي، نو یو وار بیا به په خپلو کې رقابت کوي.

https://p.dw.com/p/4dTiG
KOMBO Trump Biden
انځور: ABACA/IMAGO;AP Photo/picture alliance

په امریکا متحده ایالاتو کې د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن او ډونالډ ترمپ مخامخ کیدنه به په تیرو ۷۰ کلونو کې د دوو تکراري نوماندانو ترمنځ لومړنۍ سیالي وي.

وروسته له دې چې جو بایډن د جورجیا ایالت په مقدماتي ټاکنو ک ډير شمیر استازولۍ (ډیلیګیټ) ترلاسه کړې، په فرضي لحاظ د جمهوري ریاست له پاره د خپل ګوند نوماند شو.

بایډن د جورجیا په مقدماتي ټاکنو کې په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړې دي. د جمهوري ریاست له پاره د هغه رسمي نوماندي به په شیکاګو کې د اګست میاشتې د دیموکرات ګوند په غونډه کې اعلان شي.

بایډن وویل: «ډیر ویاړم چې د رای ورکوونکو یو پراخ ایتلاف چې د دیموکرات ګوند د یوه غني تنوع استازیتوب کوي د ټول هیواد په کچه یې یو وار بیا پر ما اعتماد وکړ، څو دغه ګوند او زمونږ هیواد په داسې یو وخت کې رهبري کړم، چې د ترمپ له اړخه تهدید، د بل هر وخت په پرتله ډیر دی.»

ترمپ هم په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړي

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ هم په جورجیا، میسیسیپي او واشنګټن ایالتونو کې د خپل ګوند دننه مقدماتي ټاکنو کې په بریالي کیدو سره د جمهوري غوښتونکو له خوا د نوماندۍ په خاطر په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړی دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې او د سویلي کارولینا ایالت پخوانۍ والۍ نیکې هیلې، په ګوند کې دننه د ترمپ وروستی رقیب وه چې تیره اونۍ له سیالۍ لاس په سر شوه.

ترمپ د ټولنیزې شبکې په یوه ټویټ کې لیکلي دي: «مونږ نه ناکامه کیږو. مونږ خپل هیواد چې یو وخت عالي وو، بیرته ترلاسه کوو.»

په امریکا متحده ایالاتو کې د سیاسي ګوندونو نوماندان په مقدماتي ټاکنو کې د کافي استازولیو د ترلاسه کولو سربیره تر هغه وخته پورې چې د انتخاباتي کنوانسیونونو اکثریت رایې ترلاسه نه کړي، د جمهوري ریاست رسمي نوماند کیدای نه شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د اروپایانو د انتظار پر خلاف ترمپ ولسمشر شوو

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب