په کویټه کې چاودنې ۱۶کسان وژلي دي | سيمه | DW | 12.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په کویټه کې چاودنې ۱۶کسان وژلي دي

په کویټه کې په يوه مارکیټ کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي دي. د دغي سیمې زیاتره اوسیدونکي شیعه ګان دي. په کویټه کې په وروستیو کلونو کې وخت ناوخته دغه ډول امنیتي پيښې رامنځ ته کیږي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې د چارواکو له قوله لیکلي دي چې په چاودنه کې۱۶ تنه وژل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې کابو۳۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

د ژغورنې د عملې یوه کارکوونکي عبدالحمید اڅکزي، ویلي دي چې د ډیرو ټپیانو وضعیت کړکیچن دی. د هغه په خبره ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي. چاودنه د میوې او سبزیجاتو په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شوې ده چې زیاتره پکې هزاره لږکي وي.

یوه پولیس ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په مارکیټ کې ډیره ګڼه ګوڼه وه. لا تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې شیعه مذهبه تل د افراطي سني ډلو د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. په تیرو کلونو کې په کویټه کې په څو چاودنو کې تر سلونو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کویټه د پاکستان د تر ټولو ستر او په عین وخت کې د بې وزله ایالت بلوچستان مرکز دی.

د بلوچستان ایالتي لومړي وزیر جمال خان دغه برید غندلی دی او ویلې یې دي: «د دغه ترهګریز برید تر شا د بشریت د دښمن لاس دی.» هغه د پيښې د ټپیانو له پاره د درملنې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

sr/nz (dpa, afp, ap)

زموږ له آرشیف څخه: