1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

آیا ایران او طالبان له تروریزم سره مبارزې لپاره همکاري کوي؟

۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

ایران او په افغانستان کې د طالبانو ادارې ظاهراً خپلو استخباراتي همکاریو ته وده ورکړې ده. په ایران کې په پرله پسې توګه ترسره شويو تروریستي بریدونو د دغه هېواد امنیتي ادارېکمروزې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4WbmD
Iran Afghanistan l Bewaffnete Auseinandersetzung an der Grenze
انځور: Fars

د ایراند اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب په دې وروستیو کې ویلي: «ایران او طالبان له تروریزم سره په مبارزې کې ښه همکاري لري.» په هغه ویډیو کې چې د ایران د سپاه پاسداران تر واک لاندې د تسنیم آژانس د سپتمبر په ۱۵مه نيټه خپره کړې، خطیب ادعا کړې چې د داعش یا اسلامي دولت تروریستي ډله د غرب لخوا د سوریې او ترکیې له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوې ده.

خطیب ویلي: «دوی د (داعش جنګیالي) په هغو غرنيو سیمو کې چې د طالبانو حکومت لږ لاسرسی ورته لري، ځای پر ځای شوي او د طالبانو پر غړو بریدونه کوي. موږ له طالبانو سره نېږدې اړېکې لرو ترڅو د دوی په وړاندې اقدام وشي.» په ایران کې د تېرې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د شعيه ګانو په يوه مهم زیارت کې دوه خونړي بریدونه ترسره شوي دي.

د ایران په سوېل کې د اګسټ میاشتې په نیمایي کې د شاه چراغ زیارت په پېښهکې یو کس ووژل شو او ۸ تنه ټپیان شوي دي. تر دې مخکې تېرکال په اکتوبر میاشت کې هم په یاد زیارت کې تروریستي برید شویو چې په کې ۱۳ تنه مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي و. هغه وخت د داعش ډلې د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

ګډه اوږده پوله

د امنیتي چارو کارپوه نثار احمد شیرزی په دې اړه وایي: «نه یوازې داعش بلکې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي.» د هغه په وینا «دا ډله ښایي د ګاونډیو هېوادونو او سېمې لپاره ګواښ وي.

په ځانګړي توګه داعش او نورې تروریستي ډلې کولای شي د ایران لپاره ګواښ وي.» که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تهران هڅه کوي چې د کابل له حاکمانو سره عملي چلند ولري. ایران له افغانستان سره شاوخوا ۹۵۰ کلیومتره ګډه پوله لري چې امن ساتل یې ستونزمن دی. د دې پولې ځینې برخې له لوړو غرونو څخه تېرېږي چې د پوله ساتونکو ځواکونو لپاره مناسب نه دي.

افغانستان: هغه داعشيان چې له حکومت سره يوځای شوي

ايران واک ته  د طالبانو په دويم ځل تر رسېدو مودې تر مخه له طالبانوسره ښې اړېکې درلودې. دواړه اړخونه په ځینو موضوعاتو په ځانګړي توګه له امریکا سره د مخالفت او په سیمه کې د دوی د حضور په اړه يو ډول نظرونه لري.

د ایران د پارلمان یوه غړي محمود نبویان د روان کال د اګست په وروستیو کې افغانستان ته له خپل سفر وروسته رسنیو ته وویل: «موږ د طالبانو په مرسته په مشهد مقدس کې د تروریستي حملو مخه ونیوله.«

مشهد د ایران دوهم لوی ښار دی او د افغانستان له پولې څخه لږ تر لږه سل کیلومتره واټن لري. نبویان همدا راز وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ایران او طالبانو ترمنځ هر اړخیزه استخباراتي همکاري شتون لري.

د اسلامي جمهوریت د کمزورتيا نښه

د سیاسي چارو کارپوه علي شریفي چې په امریکا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، دویچه ویله ته وویل چې په شیراز ښار کې پرله پسې بریدونه د ایران د اسلامي جمهوریت د کمزورتیا ثبوت دی. د هغه په ​​وينا، دغو تروريستي بريدونو وښودله، چې د خپلو استخباراتي او امنيتي ارګانونو د وړتيا په اړه د اسلامي جمهوري دولت تبليغاتي ادعاوې تش په نوم دي.

شریفي چې د محصلینو د غورځنګ یو پخوانی تجربه لرونکی دی او په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې په ایران کې د اصلاحاتو لپاره مبارزه کړې وه، وویل: »دغه بریدونو وښودله چې د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هېواد محافظتي ډال څومره کمزوری دی.«

هغه وویل: « ایران له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په هېواد کې دننه د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه د اقداماتو په نوم د سیمې په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي. زه فکر کوم چې جهادي اسلامپالو ډلو لکه داعش یا القاعدې تراوسه پریکړه نه ده کړې چې په ایران کې پراخ بریدونه وکړي. خو که دوی دا لاره تعقیب کړي، په دې هېواد کې به لوی ناورین رامنځته شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب