شکر کول یا منندویي زموږ رواني روغتیا ته ګټه رسوي | ميديا سنتر | DW | 18.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ميديا سنتر

شکر کول یا منندویي زموږ رواني روغتیا ته ګټه رسوي

که موږ یوازې د ژوندانه نیمګړتیاوې په پام کې ونیسو، ممکن په ذهن کې مو منفي ګرایي رامنځته شي او په راتلونکي کې په سختې سره پر داسې احساس غلبه پيدا کړو. په ځانګړي توګه په ستونزمنو پړاونو کې مثبتو اړخونو ته توجه ډیر مهم وي.

«منندویي د انساني احساساتو تر ټولو سالم ډول دی.» دا جمله دالای لاما، ته منسوبه نه ده، بلکې د انساني غدواتو (اندوکراینولوژۍ) او اضطراب داکتر او څیړونکي هانس سلیه، خبره ده.

روانپيژندونکې دیرک لهر، چې د آلمان په «لونه بورګ» ښار کې د «لویفانا پوهنتون» استاده ده، د تدریس پر مهال له دې نقل قول څخه استفاده کوي. نوموړې په دې پوهنتون کې د منندويي یا شکر ګزارۍ په اړه څیړنه هم کوي.

میرمن لهر وایي چې د خپلو شخصي مشاهدو په حواله ویلی شم چې زموږ د راوني روغتیا له پاره د منندویۍ او قدردانۍ ارزښت ته په کمه سترګه کتل شوي دي. کله چې د دې احساس څرګندول موږ ته سخت وي، په ډیر احتمال سره په هم هغه شیبه کې ورته ډیره سخته اړتیا لرو.

دغه روانپيژندونکې وایي: د یوې میرمنې په توګه زما له پاره له خپل میړه څخه جلا کیدل ډیر سخت وو، خو بالاخره مې زده کړل چې د جلاوالي پر درده سربیره هم زما په ژوند کې داسې شیان دي چې د پاملرنې وړ او ارزښت لري، چې باید په قدر یې پوه شم. دیرک لهر وایي: «هغه چې منندویه دي، هغوې د ژوند مثبتو اړخونو ته متوجه دي.»

نوموړې زیاتوي ما شخصاً زده کړل چې شکر کول یا منندوی اوسیدل څنګه مثبت احساسات پیاوړې کوي او له همدې امله مې هڅه وکړه په دې هکله څیړنه وکړم.

په کوچنیو ګامونو سره

البته په هغه وخت کې چې هر څه په ښه توګه پر مخ ځي شکر کول یا منندویه اوسیدل آسانه دي. خو په هغه صورت کې د ژوند ډیرو مثبتو اړخونو ته نه متوجه کیږو او فکر کوو امنیت، روغتیا او هغه دوستان چې زموږ ملاتړ کوي دا ټول عادي او تضمين شوي شیان دي. لیکن کله چې په ناببره توګه دا هر څه له لاسه ورکوو، بیا یې اهمیت ته متوجه کیږو.

باید له یاده ونه باسو چې مهرباني او منندویه اوسیدل، په ځانګړي توګه په هغه وخت کې چې ژوند مو له ستونزو سره مخامخ کیږي، ډیر مهم وي.

دیرک لهر، چې رواني ډاکتره هم ده، زیاتوي: «زه هغو کسانو ته چې په نظر یي شکر کول هیڅ ارزښت نه لري وایم: خپله هڅه وکړی او په خپل ژوند کې ډیرو کوچنیو مسائلو ته توجه ولرئ.»

نوموړې او د ټیم نورو غړو یي په مباېل کې د منندویۍ یو اپلیکیشن جوړ کړی دی چې د خاطراتو یو ډول ډیجیټلي کتاب دی چې د ژوند ښایسته شیبو او کوچنیو کوچنیو خوشحالیو ته سړی متوجه کوي. لهر وایي هر څومره چې موږ په خپل ژوند کې کوچنیو جزویاتو ته متوجه اوسو، په موږ کې د شکر کولو د احساس ویښیدل زیاتیږي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:

د شکرګزارۍ تمرين

زما تجربې وښودله چې د شکر کولو له تمرين سره، په څو اونیو کې زما ژوند بدل شو. اوس کولی شم چې د راین پر سیند د لمر د وړاندګو له ښکلاء څخه خوند واخلم. کوچني مارغان زما روح له ځان سره آسمان ته وړي. کله چې سها د پسرلي په تازه هوا کې منډو ته اوزم، خوشحالیږم چې روغه رمټه یمه.

زه پوهیږي چې دا ټول مسائل تضمين شوي او دایمي نه دي او کیدای شي هره شیبه یي له لاسه ورکړم. له همدې امله د دغو نعمتونو د درلودلو له امله راضي او منندویه یم.

د پوهنتون دغه استاده وایي هغه کسان چې یوازې دې ته متوجه دي چې په خپل ژوند کې کومې کمبودیانې لري، تل ناراضه او خفه وي. البته هر انسان کیدای شي د ژوند په ځینو پړاونو کې پریشانه وي،«خو کله چې بریالیتوبونو ته په نه رسیدلو تمرکز زموږ په اصلي دریځ بدل شي، په هغه صورت کې مشکل سره مخامخ کیږو.»

دغه آلمانۍ روانپيژندونکې وایې چې د نظر تغیر او د ژوند له ښایسته شیبو څخه د شکر ګزارۍ د یادولو توانایي یوه ارادي او اګاهانه پریکړه ده او د داسې یو تصميم نیول د هرچا له پاره ممکن دي. خو د داسې یوه تصميم له پاره ډیر تمرين ته ضرورت دی.

منندویي یا شکرګزاري د یوې عضلې په څیر ده چې له ډیر تمرين کولو سره قوي او پیاوړې کیږي او دا تمرين زموږ په ګټه تمامیږي، په ځانګړي توګه د ژوند په هغو پړاونو کې چې خراب چانس مو په نصيب کیږي.

یولیا ورجين/ ش. ن