1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن کمیټه: په افغانستان کې مو فعالیتونه ځنډيدلي دي

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

د یوه بشري کړکیچ په منځ کې د سويډن مرستندویه سازمان چې په افغانستان کې نږدې ۷۰۰۰ سیمه ایز کارکونکي لري، د طالبانو له یوه فرمان وروسته په دغه هیواد کې خپل فعالیت درولی دی.

https://p.dw.com/p/4dvOA
Afghanistan Schülerinnen
آرشیف انځور: طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی دیانځور: Shabnam Alokozay/DW

په افغانستان کېد سویډن کمیټې (SCA) د سه شنبې په ورځ وویل: «مونږ د اوسني وضعیت او د هغې تاثیرانو په پام کې نیولو سره ډیر خواشینې یو. زمونږ له دغه دریځ څخه به په میلیونونو انسانان چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې زمونږ له خدماتو څخه ګټه پورته کوله، اغیزمن شي.»

(SCA) د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۳م کال کې د دغه سازمان له ملاتړ څخه برخمنو روغتونونو شا او خوا ۲،۵ میلیونه ناروغانو ته رسیدګي کړې ده او له ۱۳۰ زره ماشومانو سره یې د تعلیمي پروژو په لړ کې مرسته کړې ده.

نوموړي سازمان زیاته کړې ده چې د دغه سازمان نږدې ۷۰۰۰ افغان کارکوونکي اوس له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي: «ډیری د دوی د خپلې کورنۍ یوازنۍ نفقه ګټونکي دي او کله چې دوی خپل کار له لاسه ورکړي، په زرګونو کورنۍ به له دې امله رنځ ګالي.»

مرستندویانو په افغانستان کې د واکمنانو له یوه فرمان وروسته خپل فعالیت درولی دی. طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو وار بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د تیر کال په دوبي کې په سویډن کې د قران کریم د سوځول کیدو تر پیښې وروسته یې په افغانستان کې د دغه هیواد هر ډول فعالیتونه بند کړل.

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

که څه هم د سویډن کمیټې له دې پيښې یا جرم څخه فاصله نیولې وه، خو اوس یې باید خپل کار بند کړی وای. زیاته شوې ده؛ هغه پروژې چې دوی پر مخ وړلې اوس یې نورو سازمانونو او سیمه ایزو چارواکو ته سپارلي دي.

د سویډن کمیټې پر شاتګ یا د فعالیت درول به د افغانستان د روان بشري بحران په لا پراخيدو کې مرسته وکړي. د ملکرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر اساس د دغه هیواد تر نیمایي ډیر نفوس په بشري مرستو پورې وابسته یا تړلي دي.

په ورته وخت کې مرستندویه سازمانونه له دغه هیواد سره د مرسته کیدونکو پيسو د کمیدو له کبله شکایت کوي.

سربیره پر دې د طالبانو له خواد ښځو پر کار بندیز د مرستندویه سازمانو د ملاتړ کوونکو کار لا پسې سخت کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب